مزارشریف (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د برېښنایي وسایلو يو مارکېټ کې اورلګېدنې مالي زيان اړولى دى.
د بلخ ولایت مقام ویاند عطاوالله زید وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بایقرا په نوم یوه سوداګریز مارکېټ کې اور لګېدلی و چې د اطفایې امریت له خوا پر وخت اقدام سره اور مهال شو او د لوی اقتصادي زیان مخه یې ونیوه.
په ورته وخت کې د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وایي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د مزارشریف ښار څلورمې ناحیې مربوطاتو کې د بایقرا سوداګريز مارکېټ د ترانسفرمرونو یو دوکان کې اور لګېدلى و چې پر وخت مهار شو.
وزیري وايي چې دغه اورلګېدنه د برېښنا شارتۍ له امله رامنځته شوې وه، سل زره افغانۍ زيان یې اړولى خو د درې ميليونه په ارزښت د نورو توکو سوځېدو مخنيوی شوى دى.
Views: 129