فراه (پژواک، ١٠ وږى ١٤٠٢): د فراه د مخابراتو رياست وايي چې د دغه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ په جېجه سيمه کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول.
د زمري مياشتې په ٢٥مه پژواک يو راپور خپور کړ چې د فراه د خاکسفيد ولسوالۍ د جېجه او خوست سيمو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د فراه مخابراتو رييس عبدالمجيد ابوذر پژواک ته وويل چې له شلو کلونو وروسته د خاکسفيد ولسوالۍ په جېجه سيمه کې د مخابراتي خدمتونو يوه پايه فعاله شوه چې له څلور تر پنځو زرو کورنۍ ترې
ابوذر وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پایه ټولې هغه سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندي راولي چې دا مهال په کې مخابراتي خدمتونه نشته.
بل لور ته، د سيمې خلک هم د مخابراتي خدمتونو پيل ته خوښ دي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي ذولفقار پژواک ته وويل چې پخوا په دې سيمه يوې مخابراتي شبکې هم فعاليت نه درلوده.
هغه وايي چې پخوا د مخابراتو له پلوه خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو اوس د دې پايې په فعالېدو سره به تر ډېره مشکل حل شي.
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې له امله د نورو برخو ترڅنګ مخابراتي سکټور هم اغېزمن شوی او د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم خلک مخابراتي اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.
Views: 43