Pajhwok Afghan News

پروان کې یو کس د ځمکې پر سر شخړه کې وژل شوی

چاریکار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): تېره شپه د پروان ولایت سیدخېلو ولسوالۍ کې یو کس د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژل شوی او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.

د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو تر څنګ راغلي چې یاد کس د سیدخېلو ولسوالۍ اړوند امین‌خېلو کلي کې د چره‌يي ټوپک په ډز وژل شوی دی.

د پروان امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي او دوه تنه نور چې په یاده پېښه کې پر لاس لرلو تورن دي له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

Views: 13

Exit mobile version