Pajhwok Afghan News

د  اسلامي همکاریو سازمان: زموږ د علماوو پلاوي کابل کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار خبرې کړې

اټلانټا (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان وایي، د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي په کابل کې د افغانستان سرپرست حکومت سره د نجونو زده‌کړو  او د ښځو د کار ترڅنګ پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (وږي ۱۰مه) ناوخته پر اېکس‌پاڼې (ټویټر) لیکلي، چې د اسلامي نړۍ د علماوو یو پلاوی د پنج‌شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی و.

سرچینې زیاته کړې، دغه پلاوي په کابل کې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو، مسوولینو او له ځایي علماوو سره ولیدل او دا لړۍ روانه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې افغانستان ته د دوی د پلاوي سفر موخه دا ده، څو سرپرست حکومت وهڅوي، چې نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي.

دغه سازمان پر خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، افغانستان ته د دوی د پلاوي سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د دغه سازمان سکرتر جنرال د اجراییوي کمیټې او د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا پریکړو په تعقیب، اسلامي عالمانو او فقهاو د اسلامي همکاریو د سازمان له مشر څخه وغوښتل چې افغانستان ته یو پلاوی واستوي.

په اعلامیه کې راغلي، له سرپرست حکومت سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې ډیرې مهمې دي، لکه: په اسلام کې تحمل او زغم، اعتدال، د نجونو تعلیم او د ښځو کار.

سرچینې زیاته کړې، چې پلاوي په افغانستان کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو او ډیپلوماتانو سره ځانګړې ناسته هم کړې ده.

له دې مخکې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل ويلي وو، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هېوادونو د علماوو له پلاوي سره ليدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ يو شمېر نورو افغان حکومتي چارواکو، د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال دکتور طارق بخيت او لوړپوړو غړو، د سعودي عربستان، ترکيې، پاکستان، عربي متحده اماراتو، بحرين، اردن، ماليزيا، اندونيزيا، چاد، کينيا او د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو مخورو او مشهورو علماوو، د نړۍوالې اسلامي فقهې نړۍوالې اکاډمي عمومي رییس دکتور قطب سانو او استازو، د اسلامي هېوادونو یو شمېر سفیرانو او سیاسي استازو ګډون درلود.

متقي دغه راز د اسلامي همکاریو له سازمان او له اسلامي هېوادونو غوښتي چې د افغان ولس ننګه وکړي او له هغوی یې هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او واقعیتونه تر خپلو چارواکو، ولسونو او نړۍوالو ورسوي.

هغه زیاته کړې، د دې وخت رسېدلی چې نړۍوال، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه په افغانستان کې له رامنځته شوو فرصتونو سالمه ګټه واخلي او دلته د پانګونې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره اقتصادي پروژې پلې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې راغلو علماوو په خپل وار خبرې وکړې او افغانستان ته په راتګ یې خوښي څرګنده کړه.

Views: 160

Exit mobile version