Pajhwok Afghan News

«ایران کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي»

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د ایران د بهرنیو چارو وزارت قونسلګرۍ عمومي مدیر ویلي چې د دغه هېواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغانان بندیان دي.

ایسنا خبري اژانس دغه مطلب د ایران بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ عمومي مدیر، علی‌رضا محمودي له قوله په خپله اېکس‌پاڼه کې خپور کړی خو ویلي یې دي چې محمودي د یادو افغان زندانیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، ډېر شمېر افغانان چې ایران ته ځي، هلته د قانوني اسناد نه درلودو او یا ځیني د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو جرمونو له امله بندیان شوي دي.

د افغانستان د زندانونو د چارو تنظیم ادارې د روان کال د زمري په یوویشتمه ویلي وو چې تېر کال له ایرانه ۱۲۳۰ افغان بندیان هېواد رالېږدول شوي او دلته په زندانونو کې دي.

یادې ادارې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو، اتو نورو هېوادونو ژمنه کړې چې افغان زندانیان به په غوره ډول د افغانستان اسلامي امارت ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو  سازمان عالي کمېشنرۍ د احصایې له مخې، په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول مخکې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو په ایران کې ژوند کاوه چې نږدې دوه میلیونه یې غیرقانوني وو.

یادې ادارې ویلي، افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال له سیاسي تحول وروسته سلګونه زره نور افغان کډوال هم ایران ته تللي دي.

د یادونې ده، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي.

د پژواک د راپور پر بنسټ، تېر کال ۵۲۷ زره افغان کډوال په خپله خوښه یا په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

Views: 20

Exit mobile version