Pajhwok Afghan News

ځینو ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل د تېزو بادونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ځينو ولایتونو کې له خاورو او ګردونو سره مل د تېزو بادونو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېل لوېدیځو، شمال، شمال‌ختیځو، شمال‌لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې له خاورو او دوړو سره مل د تېزو بادونو احتمال شته.

د سرچینې په خبره، په بېلابېلو ځایونو کې د باد چټکوالی له ۲۰ تر ۹۰ کیلومترو اټکل شوی دی.

Views: 40

Exit mobile version