پُل علم(پژواک،۱۲ وږی ۱۴۰۲): د لوګر امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز پُلعلم او څرخ ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی پېښه د څرخ ولسوالۍ په «ډبر» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده چې یوه مېرمن او یو نارینه په کې وژل شوي دي.
دی وايي، دویمه پېښه د پُلعلم اړوند په «بابوس» سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله شوې چې یو کس په کې وژل شوی دی.
انس د یادو پېښو په اړه نور جزئیات ور نه کړل خو زیاته يې کړه چې امنیتي ځواکونو د دواړو پېښو په تړاو درې کسان د قتل او دوه له قاتلینو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
هغه زیاتوي چې له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
Views: 444