کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (سهشنبه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن دوشنبه پر اېکسپاڼه پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
یاد بانک زیاته کړې: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټوونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.»
د یادونې ده، وړمه ورځ هم د افغانستان بانک ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلورلي وو.
Views: 153