محمودراقي (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې تېره ورځ مازدیګر د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې ده.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یو فرونر ډوله موټر چې له هروکي سیمې څخه ګلدان ته په حرکت و، د دغه ولایت د مرکز په عليخېل سیمه کې یې یوه ښځه وهلي او مړه شوې ده.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د موټرچلوونکي بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې او موټرچلوونکی د ترافیکو مدیریت په بند کې دی.
Views: 11