ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌ورداګو کې د سړکونو جوړولو او کارېزونو پاکولو یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

میدان‌ورداګو کې د سړکونو جوړولو او کارېزونو پاکولو یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

author avatar
6 Sep 2023 - 16:25
میدان‌ورداګو کې د سړکونو جوړولو او کارېزونو پاکولو یو شمېر پروژو چارې پیل شوې
author avatar
6 Sep 2023 - 16:25

میدان‌ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د مرکز ترڅنګ په جلرېز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو کې د نړۍوال بانګ په مالي ملاتړ د ۸۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۶۷ بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې.

د میدان‌وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، نن د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په همغږۍ د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ۱۲۷، په جلرېز کې د ۲۲ او په مرکز میدان‌ښار کې د ۲۴ پروژو کارونه پيل شول.

سرچینه وایي، په یادو پروژو کې د ۱۹۹ کيلومتره په اوږدوالي د سړکونو جوړول او د ۲۰۰ کيلومتره په اندازه د کارېزونو پاکول شامل دي چې د سيمې پنځه زره ۵۵۸ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې پروژې به د شاوخوا یوې میاشتې په موده بشپړې شي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.