Pajhwok Afghan News

کرکټ بورډ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د ورستۍ لوبې په اړه اسیایي شورا ته شکایت کړى

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): افغان کرکټ بورډ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پرونۍ لوبې په تړاو د کرکټ اسیایي شورا ته شکایت کړى دی.

د کرکټ اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه افغانستان او سریلانکا د پاکستان په لاهور ښار کې لوبه وکړه چې سریلانکا وګټله.

په دغه لوبه کې سریلانکا په پنځوسو اورونو د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ خو افغانستان د دې لپاره چې دویم پړاو ته لاره پیدا کړي، باید دغه هدف یې په ۳۷ اورونو کې پوره کړی وای.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات ویلي، کرکټ بورډ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پرونۍ لوبې د وروستۍ سناریو څېړنه کوي او په دې اړوند یې د کرکټ اسیایي شورا ته د یو برېښنالیک له لارې په رسمي بڼه خپل شکایت ثبت کړی دی.

هغه زیاته کړې، په دې برېښنالیک کې له اسیایي شورا غوښتل شوي چې د افغانستان کرکټ بورډ ته وضاحت ورکړي چې ولې دوی ته نیمګړي معلومات ورکړل شوي وو چې افغان ملي لوبډله باید ټاکلی هدف په ۳۷،۱ اورونو کې پوره کړي.

سادات ویلي: «کله چې د سیالۍ ۳۷ اور پای ته رسیږي، د تبصره کوونکو له خولې بل پړاو ته تګ لپاره نوي اصول وړاندې کېږي، د افغانستان کرکټ بورډ د قضیې د څېړنې غوښتنه کړې او همدارنګه یې ناغیړي (غفلت) کوونکو ته د مجازاتو غوښتنه کړې.»

هغه زیاتوي، که چېرې په یاده قضیه کې د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو هم غفلت کړی وي، کرکټ بورډ به دوی ته هم مجازات ورکوي او په دې کې هیڅ ډول استثنا شتون نه لري.

بلخوا، د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر روزونکي جاناتن ټروټ هم تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د اسیایي جام سیالیو مسوولینو او لوبڅارانو له خوا دوی ته د لوبې د ګټلو او بایللو په اړه شرایط او معلومات نه وو ورکړل شوي.

هغه وایي: «موږ ته یوازې دومره ویل شوي وو چې په ۳۷،۱ اورونو بايد لوبه وګټل شي خو د لوبې په وروستیو کې مونږ ته معلومه شوه چې دا بايد په ۳۸،۱ اورونو کې ګټل شوې واى.»

د یادونې ده، افغانستان او سریلانکا له دې مخکې په لسو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې سيالۍ کړې چې شپږ سریلانکا او درې افغانستان ګټلې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

Views: 5109

Exit mobile version