Pajhwok Afghan News

مجاهد: کرزی یو عادي افغان دی، د نظام استازیتوب دې نه کوي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): سرپرست حکومت وایي، پر پخواني ولسمشر حامد کرزي لوی بندیزونه نشته، خو باید د نظام استازیتوب ونه کړي، د یوه افغان په څېر دې ژوند وکړي او له خپلو ټولو حقونو برخمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته ویلي وو چې سرپرست حکومت کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

هغه زیاته کړې: «کله چې کرزی صاحب له انګلیستانه بېرته هېواد ته راستون شو، له هغه وروسته درېیو هېوادونو ورته رسمي بلنه ورکړه؛ خو له بده مرغه د سفر اجازه ورنه کړل شوه؛ تر کومه ځایه چې د کورنیو لیدنو موضوع ده، افغانان هره ورځ راځي، بیرون کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې اسناد څېړل کېږي او وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.»

طلوع نیوز د سرچینې په حواله لیکلي، پخواني ولسمشر کرزي ته د دې اجازه هم ورنه‌ کړل شوه چې له ایرانه له راغلي اووه کسیز پلاوي سره وګوري.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دې مورد ډېر دقیق معلومات نشته، په دې وروستیو خبرونو خو موږ نه وو خبر، چې پر هغه باندې کوم بندیزونه شته دي خو ممکن، هغه سفرونه هم کړي، لیدنې کتنې هم کولای شي، دوه ورځې وړاندې یې د جاپان سره سفیر سره لیدلي وو، نن یې هم لیده کاته کړي، داسې لوی بندیزونه نشته، خو البته باید هغه د حکومت او د نظام نمایندګي ونه کړي، د یوه فرد او افغان په څېر ژوند وکړي او له خپلو فردي حقونو څخه هم برخمن دی.»

هغه زیاته کړې چې کرزی کوم سیاسي موقف نه لري او یوه عادي افغان دی.

حامد کرزی چې اوس په هېواد کې دی، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې پاتې شو او له ۱۵ میاشتو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په دوولسمه بهر ته سفر کړی و.

Views: 381

Exit mobile version