Pajhwok Afghan News

نږدې ۳۰۰ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۲): کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په لړ کې د دغه هېواد د کډوالو اداره ټورنټو ښار ته د ۲۹۸ نور افغان کډوالو د لېږد خبر ورکوي.

د کاناډا د کډوالو ادارې تېره شپه ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکي چې تر دې دمه څه باندې ۳۷زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي دي.

دې ادارې نه دي ویلي چې یاد کډوال له کوم هېواده کاناډا ته لېږدول شوي؛ خو کاناډا له دې مخکې افغان کډوال له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه لېږدولي دي.

کاناډا له دې مخکې اعلان کړی و چې دغه هېواد ته به ۴۰ زره افغان کډوال لېږدوي.

Views: 55

Exit mobile version