Pajhwok Afghan News

د هیموفیلیا ناروغان: نړۍوال دې له مونږ سره مرستې نه سياسي کوي

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): په کابل کې پر هیموفیلیا ناروغۍ یو شمېر اخته کسان وايي چې نړۍوال بايد له دوى سره مرستې سياسي نه کړي ځکه دوى د نړۍوالو سازمانونو مرستې ته جدي اړتيا لري.

هیموفیلیا يو ډول ارثي ناروغي ده، که چيرې پر دې ناروغۍ د اخته کس کوم ځاى پرې يا وينه شي نو وينه يې په طبيعي ډول نه لخته کېږي او د درېدو په جريان کې يې اختلال رامنځته کېږي.

د يادې ناروغۍ لسګونو ناروغانو نن په کابل کې د وينې بانک ته څېرمه يوه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د دې غونډې يوه ګډون‌وال موسی عمرخېل پژواک ته وویل، له دې راټولېدنې يې موخه دا ده چې نړۍوالې ټولنې ته پر هیموفیلیا ناروغۍ د اخته کسانو غږ ورسېږي او مرسته ورسره وکړي.

هغه وویل، دوی درې وروڼه پر هیموفیلیا ناروغۍ اخته دي او دومره توان نه لري چې خپله درملنه وکړي.

هغه وایي چې مخکې د هیموفیلیا ناروغۍ نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې پر دې ناروغۍ اخته کسانو سره کافي مرسته کوله خو اوس دغه مرسته ډېره کمه شوې ده.

هغه زیاتوي: «زموږ دا ناروغي داسې ده چې بايد په مياشت کې لږ تر لږه دوه ځلې هغه مخصوص فکتور مونږ ته تطبيق شي خو اوس نږدې يو کال کېږي چې مرستې کمې شوې دي او دغه فکتور مونږ ته نه رسيږي.»

پر هیموفیلیا ناروغۍ یو بل اخته کس اسدالله پژواک ته وویل، له زېږېدو سره سم  پر دې ناروغۍ اخته دی.

هغه وویل چې دوی د وینې د يوه مخصوص فکتور له کمښت سره مخ دي او مخکې چې کومو مرستندویه سازمانونو ورسره مرسته کوله اوس یې ورسره نه کوي او په بازار کې یې دوی د اخیستو توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه، که له دغه ناروغانو سره نړۍواله ټولنه مرسته ونه کړي نو په دایمي توګه به معیوب شي.

هغوی او يو شمېر ناروغانو وويل چې د روغتيا نړۍوال سازمان او د هیموفیلیا نړۍوال فدراسيون بايد مرستې سياسي نه کړي ځکه ناروغان په هر وخت کې مرستې ته اړتيا لري.

بلخوا د وینې مرکزي بانک مسوول ډاکټر محمدناصر صادق پژواک ته وویل چې هیموفیلیا یوه ارثي ناروغي ده چې له والدینو څخه ماشومانو ته انتقالېږي.

هغه وایي، دا يوه اختلالي ناروغي ده چې یوازینۍ درملنه یې د وینې د فکتورونو تطبيق دى.

هغه زیاته کړه، د دې ناروغۍ لپاره چې کوم فکتورونه په کار دي هغه په افغانستان کې نه جوړیږي او د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ترلاسه کېداى شي.

نوموړي وویل: «مخکې کلونو کې به دغه فکتورونه په منظم ډول یو څه مقدار راتلل خو متاسفانه په اوسني وخت کې دغه فکتورونه کم شوي او په تېرو درېيو کلونو کې درې ځلې دغه فکتورونه افغانستان ته راغلي دي.»

نوموړی د روغتیا نړۍوال سازمان او د هیموفیلیا نړۍوال فدراسیون څخه غوښتنه کوي چې دغه ناروغانو سره د پخوا په څېر خپلې مرستې جارې وساتي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دوى سره د هیموفیلیا ناروغۍ ٨٠٠ کسان ثبت او راجستر دي خو که په هېواد کې يوه عمومي سروې وشي نو کېداى شي په تول هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له درې تر څلورو زرو پورې وي.

Views: 40

Exit mobile version