چاریکار (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي، نن سهار د دغه ولایت اړوند د جبلالسرج – پروان پر عمومي سړک د ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپيان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتو دفتر مسوول فضلالرحیم مسکینیار وایي چې دغه پېښه نن سهار د چاریکار جنګلباغ سیمې اړوند د جبلالسرج – پروان پر عمومي سړک شوې ده.
د هغه په خبره، دوه کرولا او یو پاسو موټر یو له بل سره ټکر شوي چې په پایله کې یې د یادو موټرو نهه سپرلي ټپيان شوي دي.
مسکینیار وایي، په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دي چې د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په یاده لار د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان ټپیان شوي وو.
Views: 99