Pajhwok Afghan News

سرچینه: بدخشان کې د داعش ۱۲ کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ وږي ۱۴۰۲): ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو بدخشان ولایت کې د داعش ډلې پر ضد څلور ورځني عملیات کړي او په ترڅ کې يې د دې ډلې ۱۲ کسان نیولي دي.

د «المرصاد» په نوم یوې رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، بدخشان کې د افغان امنیتي ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د داعش هغه ۱۲ غړي نیول شوي چې په دغه ولایت کې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پر ملکي او دولتي اهدافو شوو بریدونو کې لاس درلود.

سرچینه لیکي چې یادو عملیاتو څلور ورځې دوام درلود او دغه ۱۲ کسان له دوو کلاشینکوفونو، یو شمېر بمونو، چاودېدونکو توکو، څه باندې ۲۸۰۰ بېلابېل ډول مرمیو، یو شمېر کمپیوټرونو او تخنيکي وسایلو سره نیول شوي دي.

Views: 58

Exit mobile version