میمنه (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مرستیال داملا محمد معاوض پژواک خبري اژانس ته وویل، مقتوله شکریه ۲۰ کلنه او د میمنې ښار د اوومې ناحیې د یکه باغ اوسېدونکې وه چې د خپل خاوند عبدالقادر له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «شکریه د خپل خاوند عبدالقادر له کوره چې د پنځمې ناحیې په ګذر افغانکوټ کې دی، د خپلې مور کره چې په اوومه ناحیه کې دی ځي، عبدالقادر په خپله ښځې پسې ورځي او هلته خپله ښځه د چاقو په وسیله وژني.»
هغه د قتل انګېزه کورنۍ ستونزې وبللې او زیاته یې کړه چې د یوه کال په ترڅ کې څو ځلې د ښځې او خاوند ترمنځ جنجالونه رامنځته شوي دي.
د سیمې اوسېدونکی محمدکاظم د قتل انګېزه کورني جنجالونه او تاوتریخوالی بولي او زیاتوي چې شپږ میاشتې مخکې د عبدالقادر او اوښیانو ترمنځ یې جنجال شوی و او عبدالقادر یې په چاقو ټپي کړی و.
Views: 26