Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې يوه کس خپل پلار په تبر وژلى

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې يوه کس خپل پلار د تبر په وسيله وژلی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وږي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون له غرمې وروسته د دره نور ولسوالۍ اړوند وايګل سيمه کې د يوه زوی او پلار ترمنځ شخړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د عالم په نوم يوه ځوان پر خپل پلار (تاج‌محمد) د تبر ګوزارونه کړي او وژلی يې دی.

هغه زياته کړه: «تاج‌محمد لومړی سخت ټپي و، د درملنې لپاره یې د دره نور ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړی و خو هلته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې او وروسته یې جسد خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.»

دی وايي، قاتل له سيمې تښتېدلی خو د دره نور ولسوالۍ امنيتي مسوولينو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

د یادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شکيل‌احمد پژواک ته وويل چې د دغه پلار او زوی ترمنځ له دې مخکې هم څو ځلې شخړې شوې وې.

هغه زياته کړه، دغه کورنۍ ډېره غريبه ده او پلار او اولادونو يې زده‌کړې هم نه دي کړې.

دره نور په ننګرهار کې يوه لرې پرته غرنۍ ولسوالۍ ده چې لا يې هم ډېر اوسېدونکي د زده‌کړو ترڅنګ نورو لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

Views: 349

Exit mobile version