Pajhwok Afghan News

د افغانستان کرکټ بورډ د نړۍوال جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکی پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې په تېرو دوه کلونو کې په هغو برخو کې چې لوبغاړي کمزوري وو، ډېری لوبغاړي وازمویل شول، څو نړۍوال جام ته یوه ښه لوبډله انتخاب شي.

هغه زیاته کړه چې مخکې کرکټ بورډ ۲۹ لوبغاړي په نښه کړي وو، له هغه څخه د اړتیا په صورت کې لوبغاړي انتخابېږي او ملي لوبډله کې اضافه کېږي.

نوموړی وایي چې دا ځل قیس احمد هم اضافه شوی او که ضروت شي نو وبه لوبېږي.

هغه وایي، نوین الحق د روزنکو او غوراوي کمېټې په خوښه لوبډلې سره یو ځای شوی او هیله ده چې د لوبډلې لپاره ښه ثابت شي.

اسدالله خان وویل، د نړۍوال جام سیالیو نوملړ کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب‌الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام علي‌خېل، عظمت‌الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، فضل‌الحق فاروقي، عبدالرحمن او نوین الحق شامل دي.

دغه راز په دغه لوملړ کې ګلبدین نایب، فرید ملک او شرف‌الدین اشرف بیا د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

د یادونې ده، پنځوس اوریزه کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي اکتوبر میاشتې په پنځمه پیلېږي.

Views: 84

Exit mobile version