ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: ښځې دې بېړه نه کوي؛ په ټولو برخو کې یې د شریعت مطابق د حقونو ورکولو ته ژمن یو

ندیم: ښځې دې بېړه نه کوي؛ په ټولو برخو کې یې د شریعت مطابق د حقونو ورکولو ته ژمن یو

author avatar
14 Sep 2023 - 11:53
ندیم: ښځې دې بېړه نه کوي؛ په ټولو برخو کې یې د شریعت مطابق د حقونو ورکولو ته ژمن یو
author avatar
14 Sep 2023 - 11:53

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي؛ ځکه اسلامي امارت د شريعت مطابق د هغوی د ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسلامي امارت تصامیم او پرېکړې له شریعت سره سمې دي او ولس ته په کار ده چې ملاتړ یې وکړي.

دغه څرګندونې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ مولوي ندامحمد نديم تېره شپه له ملي ټلوېزیون سره په ځاګړې مرکه کې کړې دي.

ندیم د مرکې پر مهال د نجونو زده‌کړو د بېرته پيل په اړه د پوښتنې په ځواب کې ويلي: «دا مسئله خو واقعاً داسې يوه مسئله ده چې يو جنجال ځینې جوړ دی.»

نوموړي د نجونو زده‌کړو د پیل مشخص وخت په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده: «د ښځو تحصیل په برخه کې د نظام حکم تاسو ته معلوم شو چې هلته د حرمت فیصله چا نه ده کړې چې دا حرام دی خو د امر ثانې فیصله منځ ته راغلې ده.»

هغه دغه راز ویلي: «دا خو واقعيت دی چې دیني مسایلو کې اختلافات وي؛ هغه مسایل چې د نظام اړوند وي او په هغې مسئله کې حکم کول هغه له نظام سره تعلق لري، په دغسې مسایلو کې دې استادان او علمای کرام د نظام پر فتوی عمل وکړي.»

هغه زیاتوي چې نړۍوالو د ښځو تعلیم د خپل ځان لپاره یوه ښه بهانه جوړه کړې او دوی د هغوی غوښتنه نه شي پر ځای کولای؛ ځکه هغه څه چې بهرنیان د ښځو لپاره دلته غواړي، د هېواد د خلکو له کلتور او مذهب سره اړخه نه لګوي.

نوموړي دغه راز ویلي، ښځې دې د تعلیم په برخه کې بېړه نه کوي او اسلامي امارت د شريعت مطابق د هغوی ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لېندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي

Views: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.