مهترلام (پژواک ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د ١٢،٥ ميليونه افغانيو په لګښت دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد پژواک خبري اژانس وويل چې نن د خوړو نړۍوال سازمان په مالي همکارۍ د مرکز مهترلام اړوند د اليشنګ او کرنج په سيمو کې د يوه اسنادي ديوال او ٥١ چک ډيمونو د جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې دغه دوې پروژې په ١٢،٥ افغانيو جوړيږي او چارې به يې د شپږو مياشتو په موده بشپړې شي.
دغه راز د لغمان سیندیزې حوزې رییس شیرجان راشیدي پژواک ته وویل چې له يادو پروژو څخه موخه د باران اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د سېلابونو راوتو پر مهال د ځمکو د تخریب مخنیوى دى.
همدارنګه د کرنج سیمې یوه اوسېدونکي معلم عزیزالله پژواک ته وویل، د دوى په سيمه کې د ٥١ چک ډيمونو جوړول خورا مهم او ګټور دي.
نوموړي وویل: «دا مونږ ته درې ګټې لري، يو ځوانانو ته د کار زمینه برابريږي، د باران اوبه ذخيزه کېږي او بل د ځمکې لاندې اوبه ورسره تقويه کېږي.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم د خوړو نړۍوال سازمان له لوري په لغمان کې ورته پروژې عملي شوې دي.
Views: 42