Pajhwok Afghan News

یو شمېر خلک: د ناټو غړي هېوادونه دې په افغانستان کې خلکو ته د اړولو زیانونو تاوان ورکړي

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۲): کابل کې یو شمېر خلک وایي، د امریکا په ګډون د ناټو هېوادونه دې په تېره شل کلنه جګړه کې افغانانو ته د اړولو زیانونو تاوان ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه لسګونو کسانو نن په کابل ښار کې غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې یوه ګډونوال سلیم پیګیر وویل، امریکا او ناټو دې هغو افغانانو ته چې د دوی په جګړه کې ورته زیان اوښتې، تاوان ورکړي.

دی وایي، په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې بېلابېلې وسلې استعمال کړې چې ډېرو خلکو ته یې مالی او ځاني زیانونه اړولي دي.

دغه راز د غونډې بل ګډونوال حمیدالله هوتک وویل چې امریکا او نړۍواله ټولنه دې هغو افغانانو ته چې په جګړو کې ورته زیان اوښتی، تاوان ورکړي.

نوموړي وویل، هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي، دغه غږ دې ورسره بدرګه کړي او په نړۍوال سټیج دې کې د افغانانو غږ پورته کړي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په ټولو زونونو کې دې د دغسې غونډو جوړولو ته زمینه برابره کړي څو نړۍوالو ته د افغانانو غږ ورسېږي.

دغه راز د غونډې یو بل ګډونوال محب‌الله شریفي وویل، په افغانستان کې چې هر هېواد ماموریت ترسره کړی، له هغوی باید تاوان واخیستل شي.

هغه له رسنیو غوښتنه وکړه چې دغه غږ دې نړۍوالو ته ورسوي.

په دې غونډه کې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالجبار صافي پژواک ته وویل: «په ۲۰۱۸ کال کې بهرنیو ځواکونو زموږ پر کور بم وغورځاوه، کور کې درې فامیله اوسېدو چې ۱۴ کسان په کې شهیدان شول.»

هغه زیاته کړه، د برید پر مهال دی په خپل کور کې نه و، دندې ته تللی و او هله خبر شو چې پر کور یې برید شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، په دغه برید کې یې زوی ټپې شوی و چې اوس یې هم حالت ښه نه دی.

هغه وویل، تر اوسه هیچا ورسره مرسته نه ده کړې او نن په دې خاطر دلته راغلی چې نړۍوالو ته یې خپل غږ ورسېږي.

په یاده غونډه کې توریالي همت د اسلامي امارت په استازیتوب وویل، کومې غونډې چې د خیر لپاره جوړېږي، اسلامي امارت اجازه ورکوي او ملاتړ یې کوي.

Views: 160

Exit mobile version