Pajhwok Afghan News

تېرو دوو ورځو کې هېواد ته د تورخم له لارې ۵۴۵ کورنۍ راستنې شوې دي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، له لس ورځني بنديز وروسته د تورخم دروازې له بېرته پرانیستل کېدو سره سم په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې تورخم دروازې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې پاکستاني لوري اته ورځې دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړله او وړمه ورځ یې بېرته خلاصه کړه.

د ننګرهار کډوالو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم له لارې په تېرو دوو ورځو کې ۵۴۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

هغه زياته کړه، په دغو کورنيو کې يوازې ۴۰۰ کورنۍ پرون او ۱۴۵ کورنۍ وړمه ورځ راغلې دي چې د تابعيت په تذکرو ورته د راتلو زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه: «ټولې کورنۍ د کډوالو د انتقالاتو په امریت کې د مرستو په پار ثبت او راجستر شوې چې اوسمهال ورسره د لومړنیو خوراکي توکو او نغدي مرستې هم وشوې.»

د کډوالو چارو رييس زياته کړه، یاده لار د ټولو تذکره لرونکو افغانانو پر مخ تر درېيو ورځو خلاصه ده او پر هغو هېوادوالو يې هېواد ته د بېرته راتلو غږ وکړ چې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

هغه وويل: «اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې ډاډمن امنیت دی؛ راشئ، په خپل وطن کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړئ.»

دغه کډوال هم خوښ دي چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

نقيب‌الله چې په پاکستان کې يې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه او پرون له خپلې کورنۍ سره بېرته هېواد ته راستون شوی، وايي، هلته کار نه و او ګوزاره یې نه کېده.

دی له حکومته غواړي چې د نورو مرستو پر ځای دې ورته د کار زمينه برابره کړي.

اول خان چې د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د بې روزګارۍ له امله پاکستان ته کډوال شوی و وايي، حکومت دې ورته د کار زمينه برابره کړي چې بيا پاکستان ته د کډوالۍ لپاره اړ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي، پر یوه اغېزناکه پالیسي موافقه شوې او بېرته به له کرښې واړول شي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ دغه څرګندونې وړمه ورځ په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

Views: 79

Exit mobile version