لښکرګاه (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ مربوطاتو کې د هاوان یوې زړې مرمې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پرون غرمه د ګرمسېر ولسوالۍ په امیراغا سیمه کې شوې چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړه، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومانو د هاوان پر یوه زړه مرمۍ لوبې کولې.
هغه وايي، د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له خوا د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لېږدل شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
Views: 41