Pajhwok Afghan News

مسوولین: په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د غضب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون وایي چې د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

د عدليې وزارت په مشرۍ يوه پلاوي بلخ ته د غصب شوو ځمکو خلاصون په موخه سفر کړی او نن یې د دغه ولايت له ځایي مسوولینو سره په همدې اړه ناسته درلوده.

په ياد پلاوي کې د عدليې وزير ترڅنګ د ښار جوړولو او کرنې وزيران، د چارو ادارې او د سترې محکمې استازي هم شامل دي.

په دې ناسته کې د دولت د قضایاوو عمومي رییس او د یاد کمېسیون سکرټر احسان‌الله وثیق وایي، د دغه کمېسیون له جوړېدو او د عملي کار له پيله نږدې یو کال کېږي او په دې موده کې د پام‌ وړ لاسته‌راوړنې هم لري.

د هغه په وینا، د کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

هغه زیاته کړه، تخنیکي پلاوي په بلخ کې کار کړی چې تر اوسه يې ۱۲۰ زره جریبه ځمکه بررسي کړې، څه باندې ۲۰ زره جریبه ځمکه يې تشخیص کړې چې غصب شوې او ۱۱ زره جریبه یې بېرته راګرځولې ده.

په یاده ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو  او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاوالله عمري وویل، بلخ کې د نورو ولایتونو پر پرتله غیرقانوني تصرفات او د ځمکې غصب ډېر ترسره شوی چې تر ډېره هم باید دلته کار وشي او غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شي.

هغه زیاته کړه، زورواکو دلته پروژې جوړې کړې، نقشې او پلانونه یې ورته جوړ کړي چې په اصل کې دولتي ځمکې دي او د وخت کابینې یې هم په اړه پرېکړې نه دي کړې او په خپلسري توګه وېشل شوې دي.

بلخوا د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وایي، تخنیکي پلاوی دنده لري څو دولتي ځمکې تشخیص او تثبیت کړي خو د کمېسیون مسوولیت دا دی چې د اسنادو پوښتنه یې وکړي.

هغه زیاتوي، هغه کسان چې هیڅ ډول اسناد نه لري، ځمکې به یې د دولت له خوا راوګرځول شي.

په همدې حال د ښار جوړولو او ځمکو وزیر حمدالله نعماني هم له تخنیکي پلاوي غوښتنه وکړه څو د ځمکې د غصب موضوع ته د اهمیت په سترګه وګوري او په دې برخه کې دې له جدیت او قاطعیته کار واخلي.

په ورته وخت کې د بلخ والي محمدیوسف وفا راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د دغه کمېسیون پرېکړې به عملي کوي او په دې برخه کې به له جدیت او قاطعیته کار اخلي.

Views: 24

Exit mobile version