Pajhwok Afghan News

لغمان کې نږدې ۲۰ زره هکتاره غصب شوې دولتي ځمکه تثبیت شوې ده

مهترلام (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت وایي، په لغمان کې تر اوسه نږدې شل زره هکتاره غصبي دولتي ځمکه تثبیت شوې چې ۱۱۹ هکتاره یې بېرته راګرځول شوې ده.

د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت‌الله رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د لغمان د مرکز او ولسوالیو اړوند سیمو کې د ټاکل شوي ګډ کمېسیون له لوري د دولتي ځمکو د تثبیت او تشخیص په پایله کې ۱۹ زره او ۶۲۵ هکتاره غصبي دولتي ځمکه په نښه شوې ده.

رسولي زیاته کړه، د غاصبینو پر وړاندې د حکومت دریځ جدي دی؛ هر هغه څوک چې د دولتي ځمکو په غصب لاس پورې کړي، اصولي او قانوني چلند ورسره کېږي.

نوموړي وویل، په یاد ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسیون چارې لا هم په چټکۍ او منظمه ډول روانې دي، څو ټولې دولتي ځمکې تشخیص، تثبیت او بېرته راوګرځول شي.

د عدلیې وزارت ویاند وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې لغمان کې ۱۱۹ عشاریه ۵۸ هکتاره دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راوګرځول شوه او د دولتي ځمکو بانک کې درج شوې ده.

د غصب شوو ځمکو راګرځولو او د غصب مخنیوي کمېسیون معلوماتو له مخې، د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۰۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

Views: 8

Exit mobile version