Pajhwok Afghan News

۲۱۸ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ چارو اداره وایي، ۲۱۸ نور افغان کډوال يې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ چارو ادارې (IRCC) تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا هالیفاکس ښار ته لېږدول شوي.

سرچینې دا نه دي ویلي چې یاد افغان کډوال یې له کوم ځایه کاناډا ته لېږدولي دي.

یاد هېواد له دې مخکې افغان کډوال له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو لېږدولي دي.

سرچینې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشت راهیسې کاناډا ته له ۳۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال رسېدلي او د روان زېږدیز کال تر پایه به لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.

دا په داسې حال کې ده چې کاناډا د روانې وږې میاشتې په ۲۱مه هم ویلي وو چې ۳۳۰ افغان کډوال یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

Views: 115

Exit mobile version