Pajhwok Afghan News

هرات کې ټول شوي لسګونه ماشومان او سوالګر له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

هرات (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، ۳۵۰ کسان چې ډېر یې د واټونو د سر کارګر ماشومان او ټول شوي سوالګر دي، په دغه ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو له دورې فارغ شول.

د مسوولینو په خبره، دغو کسانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست په مدیریت او د جرمني د هلپ موسسې په مالي ملاتړ د انصاري، غوریان، ادرسکن او زاول روزنیزو مرکزونو کې له فني او حرفوي شپږ میاشتنۍ زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد په دغه ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو برخه کې د موسسو د مرستو هرکلي ترڅنګ پژواک ته وویل، د دې دورې ډېر فارغین هغه کارګر ماشومان او سوالګر دي چې د دغه ریاست له لوري سروې او راټول شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا اداره هڅه کوي څو د واټونو د سر کارګر ماشومان او مستحق سوالګر وپېژني او له ښاره یې راټول او د همکارو موسسو په مرسته یې د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونو کې شامل کړي.

د فاریاب اصلي اوسېدونکی، یو داخلي بېځایه شوی او له دغه مرکزه فارغ ۱۹ کلن ګل‌محمد پژواک ته وویل چې مخکې یې پلاستیکونه او بوتلونه ټولول خو اوس د برق له رشتې فارغ شو او له دې لارې کولی شي چې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

د هغه په خبره، د انصار روزنیز مرکز کې د عملي کار په پيلېدو سره کولی شي څو نور زده‌کوونکي تر روزنې لاندې ونیسي.

په ورته وخت کې، هغه موسسه چې په دې برخه کې د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو له ریاست سره کار کوي، له دغه پروګرامه پر لا ملاتړ ټینګار کوي.

د هلپ موسسې د دفتر سرپرست فریدون حمیدي د یادو زده‌کوونکو د فراغت مراسمو کې وویل چې دوی په هرات له دغه پروګرامه ملاتړ کوي.

هغه وویل، هر فارغ کس ته د وسایلو یوه بکسه چې وکولی شي راتلونکي کې کار وکړي، ورکول کېږي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره کې چې د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د یونیسف او هلپ موسسو په ملاتړ پیل شوې وه، یاد شمېر کسانو ته په بېلابېلو برخو کې لکه د کورونو د وسایلو د ترمیم، برق، د موټرسایکل او ریکشو د ترمیم، پرمختللې نجارۍ، د خیاطي، فلزکارۍ او موبایل د ترمیم برخو کې روزنه ورکړل شوه.

Views: 16

Exit mobile version