Pajhwok Afghan News

 سبا د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د عامې ورغتیا وزارت وایي، سبا د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د پلې کېدو کمپاین پیلیږي.

یادې څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ویاند داکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.

په ورته مهال کې، «له پولیو د پاک افغانستان» (Polio Free Afghanistan) پروګرام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکل چې د ماشومانو د پولیو واکسین کمپیاین د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل او د تلې په شپږمه پای ته رسیږي.

د سرچینې د معلوتو له مخې،، دغه کمپاین په بدخشان، نورستان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، پروان، میدان‌وردک، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډی، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فاریاب، غور، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې پیلیږي چې د درې ورځې په دوام وکړي.

دغه پروګرام له خلکو غوښتي چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس د بشپړ له منځه وړلو لپاره له پنځو کلونو خپل ټول کم‌عمره ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

سرچینې ویلي چې په دغه کمپاین کې د پولیو واکیسن ترڅنګ، د ویټامین (ای) کپسول هم ماشومانو ته ورکول کېږي؛ ځکه دغه ویټامین د ماشومانو د بدن معافیت سیسټم په لوړولو کې اساسي رول لري.

سرچېنې زیاته کړې چې ویټامین (اي) کپسول ماشومانو د سرخکانو، پېچ او تنفسي ناروغیو پر وړاندې وقایه کوي او د ماشومانو د بدن په وده کې مهم رول لري.

  خو د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د دغه کمپیاین پر ترڅ کې څومره ماشومانو ته یاد واکسین ورکول کیږي.

له پولیو د پاک افغانستان پروګرام په هېواد کې پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نه دی ښودلی، خو د عامې روغتیا وزارت مسوولینو تېره وږی میاشت کې ویلي و چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کار کې په هېواد کې د پولیو پیځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پولیو (ګوزڼ) څه شی دی؟

ډاکتران وايي چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه حاده ویروسي او فوق‌العاده ساري ناروغي ده چې د رامنځته کېدو لامل یې ویروس دی چې ډېری له پنځو کلونو کم‌عمره ماشوم پرې اخته کېږي.

د دوی په وینا، د پولیو شاوخوا ۹۵ سلنه پېښې کومې نښې او نښانې نه لري او څه باندې څلو سلنه مثبتو پېښو نښې‎ خفیفه تبه، د ستوني میکربې کېدل، قی، د خېټې درد، بې‌اشتهایی او خستګي ښودل شوې دي.

د پولیو د له منځه وړلو په بیړني عملیاتي ملي مرکز کې د ټلېفوني اړیکو د مرکز فعالېدل

د عامې روغتیا وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي ملي مرکز په چوکاټ کې  د ټلېفوني اړیکو مرکز  پرانېستل شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه مرکز په عصري او مجهزو وسایلو سمبال دی او کارونه یې د وړو او پوهو کسانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ویلي: «د تماس د دغه مرکز مسوولین د دې لپاره دي په وخت سره د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته له اړوند ادارو سره په همغږي ځواب وکړي.»

سرچېنې زیاته کړې: «دغه مرکز به د خلکو پوښتنو او شکایتونو ته په وخت سره ځواب ورکوي او د دې ترڅنګ دغه مرکز به د اغېزناکو ټلېفوني اړېکو، لیکلو او غږیزو پېغامونو، له لرې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو د فعالیتونو د ځارنې او د یو شمېر سروې‌ګانو او نظرپوښتنو له لارې د خلکو د عامه پوهاوي برخه کې کار کوي.»

سرچینې لیکلي چې دغه مرکز له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري جوړ شوی دی.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي ملي مرکز د رییس ډاکتر نېک‌ولي شاه مؤمن وویل، خوښ دی د پولیو د له منځه وړلو لپاره یې د ټېلفوني اړیکو عصري او مجهر مرکز پرانېست.

هغه زیاته کړې چې د یاد مرکز فعالېدل د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د مدیریت اساسي برخه ده او خلکو ته زمینه برابروي چې د وړیا ۱۴۱ شمېرې له لارې اړیکه ونیسي او د پولیو واکسیناسیون په اړه خپلې پوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه له دغه مرکز سره شریک کړي.

Views: 39

Exit mobile version