ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې هره میاشت لېوني سپي تر ۳۰۰ پورې کسان داړي

خوست کې هره میاشت لېوني سپي تر ۳۰۰ پورې کسان داړي

author avatar
25 Sep 2023 - 15:24
خوست کې هره میاشت لېوني سپي تر ۳۰۰ پورې کسان داړي
author avatar
25 Sep 2023 - 15:24

خوست ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د خوست عامې روغتيا رياست وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د ليوني سپي هيڅ واکسين نه لري، په داسې حال کې چې دوی سره په اوسط ډول هره مياشت د ليونيو سپيو د داړلو ۳۰۰ پېښې ثبتيږي.

هغوی وايي، خلک د اړتيا پر مهال د ليوني سپي واکسين په ښار کې له شخصي کلينيکونو او لابراتوارونو د پيسو په بدل کې اخلي خو ډېر يې وس نه لري.

لس کلن نقيب‌الله چې د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی شاوخوا يوه مياشت وړاندې په خپل کلي کې ليوني سپي څو ځايه داړلی و.

د نوموړي کاکا عبدالقيوم وايي، دا چې د خوست په ملکي روغتون او د ولسوالۍ په کلينيک کې د ليوني سپي واکسین نه و، نو اړ شو په پيسو يې ورته واخلي او ور يې کړي.

هغه وايي: «کله چې دا ماشوم سپي وخوړ دستي مو هلته يوه شخصي کلينيک ته يوړه پټۍ او پلاستر يې پرې وواهه، بيا د خوست ملکي روغتون ته د ليوني سپي واکسين لپاره راغلو خو واکسين نه و، نو موږ بېرته هماغه شخصي کلينيک ته لاړو او پيسو مو ماشوم ته واکسين ورکړ.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي محب پژواک ته وويل، په اوسنيو حالاتو کې چې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د دې وس ونه لري چې په شخصي پيسو د ليوني سپي واکسين وپیري.

هغه د عامې روغتيا وزارت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دې چارې ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

هغه زياتوي: «دلته که څه هم مخکې د ليوني سپي واکسين موجود و، خو اوس نه شته، د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی، دا واکسين دوه درې ډوزه کېږي، دوی مجبور دي چې په شخصي پيسو يې واخلي.»

د خوست بل اوسېدونکي ابوبکر هم پژواک ته وويل، د تېرو دوو کلونو راهيسې د خوست په ملکي روغتون او نورو اړونده کلينيکونو کې د ليوني سپي واکسين نه پيدا کېږي.

نوموړي د خوست عامې روغتيا رياست له مسوولينو وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې ياد واکسين پيدا او د خلکو په واک کې يې ورکړي.

بلخوا د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالرحمن زاهد هم تاييدوي چې له تېرو دوو کلونو راهيسي دوی د ليوني سپي واکسين نه لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېر حکومت کې د روغتيا نړۍوال سازمان وخت پر وخت د خوست عامې روغتيا رياست سره د ليوني سپي واکسين مرسته کوله، خو د امارت په راتګ سره يې نه ده کړې.

هغه زياته کړه: «په خوست کې هره میاشت د ليوني سپي د خوړلو ۳۰۰ پېښې له موږ سره ثبتېږي، مخکې موږ ته د روغتيا نړيوال سازمان واکسين راکول، اوس موږ د صحت په برخه کې دا واکسين نه لرو، د اړونده انجيوګانو څخه مو غوښتنه دا ده چې دې برخه کې راسره همکاري وکړي.»

زاهد زياته کړه چې په شخصي کلينيکونو او لابراتوارونو کې د دې واکسينو نرخ يو څه لوړ دی او ډېری خلک يې د پېرلو وس نه لري.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.