جلالاباد (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي چې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د جلالاباد – تورخم لویې لارې بیارغونې چارې پيل شوې.
یاد ریاست زیاتوي چې د دغه سړک ډېرې برخې د موټرو ډېرې ګڼېګوڼې او نورو لاملونو له امله تخريب شوې او بيارغونې ته اړتيا لري.
د سړک رغولو چارې نن د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند له لنډي خيبر سيمې پيل شوې.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد محمدي وويل، د جلالاباد – تورخم ۷۵ کيلومتره سړک چې نږدې دوه لسيزې مخکې جوړ شوی، بيارغولو ته اړتيا درلوده.
هغه وايي، د ټولګټو وزارت د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت د دغه سړک د داغنيونې او ترميم چارې رسماً پيل کړې چې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د ننګرهار مرستيال والي سعيداحمد بنوري چې د دغو چارو پرانيستي مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، دغه کار يې نه يوازې د تورخم له لارې پاکستان ته د تلونکو مسافرو او ترانسپورټ لپاره ګټور ياد کړ، بلکې پر دې لارې د پرتو ولسواليو د خلکو يوه اړتيا يې هم وبلله.
نوموړي د دغه سړک ترميموونکي شرکت له مسوولينو وغوښتل چې د کار کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
بلخوا د دې لارې مسافر د سړک رغولو ته خوښ دي.
د جلالاباد – تورخم لین یوه موټرچلوونکي منصور وویل، د دغه سړک خرابوالي له امله هره اونۍ موټر د جوړېدو په موخه مستري ته دروي او د ګټې پر ځای يې تاوان ډېر دی.
هغه د یاد سړک رغونې پر چارو خوښي وښوده، ویې ویل چې د سړک رغولو چارې باید په ښه کیفیت ترسره شي.
دغه راز اکبر چې د مومندرې ولسوالۍ د ګرديغوث اوسېدونکی دی، د دغه سړک رغونې چارو پر پيل خوښ دی خو غوښتنه کوي چې د جلالاباد – تورخم دويم لين سړک پاتې کارونه دې هم پيل شي.
د جلالاباد – تورخم دويم لين سړک جوړولو چارې شاوخوا ۱۳ کاله مخکې د پاکستان له خوا پيل شوې وې خو تر اوسه نیمګړې پاتې دي.
Views: 76