[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د یوناما له مشرې او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره له افغانان سره پر تعامل او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
وېسټ د تلې په ۵مه پر اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره یې په کتنه کې له افغانانو سره د دغه سازمان د تعامل په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې: «اوتنبایوا او همکاران یې په نړۍ کې یوه تر ټولو سخته دنده لري؛ موږ د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څار او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په وده کې د هغوی د ونډې ستاینه کوو.»
دغه راز، وېسټ په یوه بل پوسټ کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره یې په ګډه د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد یلدیز سره هم وکتل .
نوموړي ویلي، په یاده لیدنه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې.
وېسټ په افغانستان کې د زدهکړو او اقتصادي ثبات ملاتړ برخه کې د ترکیې د هڅو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې په ترڅ کې یې د سویس، اروپایي اتحادیې او څو نورو هېوادونو له استازو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
هغه ویلي: «موږ پوره موافق یو چې د نړۍوالې ټولنې یووالی مهم دی؛ ګډې ګټې ډېرې دي او له افغانانو د ملاتړ لپاره موږ باید د ملګرو ملتونو د قوي مشرتابه ملاتړ وکړو.»
د امریکا ځانګړي استازي د قطر بهرنیو چارو له وزیر محمدبن عبدالرحمن الثاني مننه کړې چې په افغانستان کې د ټولو لپاره د تعلیم او فعالې ډیپلوماسۍ په ګډون، په یو شمېر برخو کې پراخې هڅې کوي.
هغه ویلي، د افغانانو لپاره د یوې باثباتې او خوندي راتلونکې د ملاتړ لپاره قطر د نړۍوالې ټولنې په هڅو کې مهم شریک دی.
[/restrict]
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن