Pajhwok Afghan News

بلخ کې د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز پرانیستل شو

مزارشریف (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): بلخ کې د شمال زون په کچه د ۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله توانا وایي، دغه مرکز د عامې روغتیا ریاست او یو شمېر همکارو موسسو د ۶۲ میلیون افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ په ۱۴۰۰ مربع متره ځمکه جوړه شوې، ۶ مټره لوړوالی لري او کولای شي د شمال زون په کچه د درملو او طبي توکو د زېرمه کولو اړتیاوې پوره کړي.

هغه دغه راز وایي، دغه مرکز د اداري دفترونو درلودو سربېره د اور وژنې سیسټم او فلزي قفسچې لري او د سړښت او تودوخۍ ټول سیسټمونه یې مجهز او فعال دي.

Views: 125

Exit mobile version