ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صدیق‌‎الله نصرت د ایران په مشهد کې د کډوالو ‎ چارو اتشه وټاکل شو

صدیق‌‎الله نصرت د ایران په مشهد کې د کډوالو ‎ چارو اتشه وټاکل شو

author avatar
2 Oct 2023 - 17:07
صدیق‌‎الله نصرت د ایران په مشهد کې د کډوالو ‎ چارو اتشه وټاکل شو
author avatar
2 Oct 2023 - 17:07

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې صدیق‌الله نصرت د ایران په مشهد ښار کې د کډوالو چارو اتشه ټاکل شوی دی.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې نوموړی د ایران په تهران، زاهدان او مشهد ښارونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

سرچينې څرګنده کړې چې دغه اقدام یې د چارو د لا ښه‌والي او د ايران په مشهد ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه کړى دى.

دغه وزارت زیاته کړې، اوسمهال د کډوالو چارو اتشې د ایران په تهران، زاهدان او مشهد ښارونو کې فعال او په هغه هېواد کې د افغانستان له سفارت سره په همغږۍ د افغان کډوالو په خدمت کې دي.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.