[restrict paid=”true”]
لښکرګاه ( پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲ ): د هلمند ځایي مسوولین وایې چې د دغه ولایت د پارکو لوبغاړو په ولایتي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل ، دا سیالۍ د کندهار په کوربتوب ترسره شوې.
نوموړی زیاتوي، په دې سیالیو کي د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل لوبغاړو برخه درلوده او یوه ورځ یې دوام وکړ.
د ریاض د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د کندهار بدني روزني او ورزش ریاست د پارکور فدراسیون په وړاندیز جوړې شوې وې.
هغه وویل، له هلمند څخه یو هیات کلیمالله کمالي او پنځه ورزشکارانو ګډون درلود، وحیدالله د دې سیالیو غوره ورزشکار ونومول شو او دغه راز کندهار دویم مقام او اروزګان درېیم مقام خپل کړ.
[/restrict]
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن