ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري

مجاهد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري

author avatar
4 Oct 2023 - 15:38
مجاهد: افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزه کې لاس نه لري
author avatar
4 Oct 2023 - 15:38

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او هلته له کډوالو سره چلند د منلو وړ نه دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه) پر اېکس‌پاڼه د پیغام په خپرولو سره لیکلي چې پاکستانی اړخ باید په دې اړه پر خپل پلان له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې: «تر هغه وخته چې افغان کډوال اهسته او په خپل اختیار سره له پاکستانه وځي، تر هغې د پاکستان حکومت باید زغم ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د افغان کډوالو موضوع په یوه ګرم بحث بدله شوې.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي په یوه خبري ناسته کې ویلي و، که غیرقانوني افغان کډوال د نومبر تر لومړۍ نېټې خپل هېواد ته ستانه نه شي، په زور به وایستل شي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.