کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود.
تېره ورځ غرمه مهال هرات او د هرات شاوخوا ولایتونه څو پرلهپسې زلزلو ولړزول.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولتی وزارت د جزیياتو له ورکولو پرته وايي چې په دغه پېښه کې د مرګژوبلې شمېر ٢٠٥٣ کسانو ته رسېږي او ١٣٢٠ کورونه په بشپړه ډول ويجاړ شوي دي.
د راپورونو له مخې چې تر ټولو ډېره مرګژوبله د دغه ولایت په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش هرات کې د زلزلې له امله د اوښتي مرګژوبلې له امله په خواشینۍ څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د زلزلې له امله له زیانمنو ملاتړ وکړي.
ګوترش وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شریکان د اسلامي امارت له چارواکو سره د دې پېښې له امله د زیانمنو سره د اړتیاوې وارزونې د همغږۍ په حال کې دي.
دغه راز، د امریکا د متحده ایالتونو د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) مشرې سامنتا پاور ویلي چې همکاران به یې زیانمونو سېمې ته ولیږل شي څو د دې پېښې له امله زیانمنو کسانو ته روغتیايي او نور بیړني خدمات وړاندې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یوانافپیای) دفتر له زلزلهځپلو کورنیو او خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د دې ادارې مرستندویه ټېمونه سېمې ته رسېدلي څو د میندو او ماشومانو له حاله ډاډ ترلاسه کړي او په دې سخت وخت کې د ښځو او نجونو له عزته ساتنه وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وايي، د دغه سازمان ډلې د زلزلې سېمې ته تللي او زيانمنو سيمو ته يې د خېمو ليږدولو بهیر پيل شوی دی.
د روغتيا نړۍوال سازمان ويلي، د ټپيانو د درملنې لپاره د هرات روغتونونو ته درمل او طبي وسايل استولي دي. سرچینه زیاتوي چې د اړتیا لپاره یې د درملو اضافي زېرمې هم چمتو کړي دي.
بې پولې ډاکترانو ویلي، د هرات په حوزوي روغتون کې یې پنځه موقتي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، د ټپیانو د درملنې لپاره یې طبي کېټونه استولي او د اړتیا په مهال به د هرات په روغتونونو کې له روغتیايي ټیمونو سره نوره مرسته هم وکړي.
سرچينه زياتوي: «په زيانمنو سېمو کې د ټپيانو د ژغورنې، د ټپیانو لټونې او مرستو هڅې روانې دي.»
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له زیانمنو کورنیو سره خواخوږۍ سربېره ویلي چې یونیسف ټېمونه د ملګرو ملتونو له خپلو همکارانو سره د پېښې ځای تللي دي.
دغه راز په کابل کې د ایران سفارت د زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ ویلي: «ایران چمتو دی چې د تماس د سیمهییزې کمیټې له لارې د بشردوستانه همکاریو په چوکاټ کې د نړۍوالو مرستو راجلبولو لپاره لاس په کار شي او د بشري مرستو د لېږد لپاره خپل سرحدي خدمتونه ډېر کړي.»
په ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره همکارۍ ته چمتو دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربېره، د زلزلې له امله مړو شوو کسانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا غوښتنه کړې او لیکلي یې دي: «ترکیه د تل په څېر د خپلو افغان وروڼو د وضعیت ښهوالي لپاره هر ډول هڅې او ملاتړ ته چمتو ده.»
په افغانستان کې د چین سفیر جاوشینګ دغه پېښه خواشینونکې بللې او د افغانستان له خلکو سره یې غمشریکۍ ترڅنګ ویلي: «د چین دولت او خیریه موسسې هر ډول مرستې ته چمتو دي او موږ د افغانستان د حکومت له مرستندویه بنسټونو سره اړمنو ته مرستو رسولو لپاره په اړیکه کې یو.»
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په خواشینۍ سره یې په هرات کې زلزلې خبر ترلاسه کړی او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغې پېښې قربانیانو ته د رسیدو لپاره د ناروې د همکارانو له لوري بېړنۍ بشري مرستې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره په همغږۍ دوام لري.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټېم لوبغاړي راشدخان د زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، هغه پیسې چې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړۍوال جام په سیالیو کې هغه ته ورکول کېږي، د هرات ولایت زلزله ځپلو ته یې ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن