Pajhwok Afghan News

پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۱۶۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۱۸ تلې ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، پنجشېر ولایت کې څه باندې ۳۹۳۰ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په څه باندې۱۶۵ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو رییس عبدالقاسم امیري نن په دې اړه د داوطلبۍ په جوړه شوې ناسته کې وویل، دا درېم ځل چې په دغه ولایت کېزمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کیږي.

هغه وویل چې دغه زمرد د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې له اتو کانونو استخراج شوي او داوطلبي د سیمه‌ییزو چارواکو په شتونکې ترسره شوه.

د هغه په خبره چې په دې داوطلبۍ کې د پروان، کاپیسا، کابل، لوګر، پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو سوداګرو برخه اخیستې وه.

د امیري د معلوماتو له مخې، د یادې داوطلبۍ له لارې ۳۹۳۰.۷۱ قیراطه زمرد په ۱۶۵۳۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د یادونې ده، پنجشېر کې د زمرد کانونو استخراج له شاوخوا دوو کلونو درېدو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه بیا پیل شو او له هغهوروسته دا درېم ځل دی چې استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.

د مسوولینو معلوماتو له مخې، اوسمهال پنجشېر کې د زمرد ۷۰۰ کانونه شته چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال او پاتې نور یې غیرفعال دي اوډېری دغه کانونه د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د پنجشېر زمرد چې روښانه زرغون رنګ لري، له نړۍ‌وال شهرت څخه برخمن دي او نړۍ کې یو له قیمتي او ارزښتناکو منرالونو شمېرلکېږي.

Views: 55

Exit mobile version