کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر ویلي، دوه پر درې برخه کسان چې د دغه هېواد په لويدیځه زلزله کې سخت ټپي شوي او په روغتون کې بستر شوي، ښځې او ماشومان دي.
افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر ډاکټر علا ابوزید تېره ورځ رویټرز اژانس سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې د ټپیانو دوه پر درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي.
هغه هرات کې له زلزلې وروسته خپلو مېشتیدو ته په اشارې وویل: «د ټپیانو دوه پر درېیمه برخه چې سخت ټپیان شوي ښځې او ماشومان دي.»
نوموړي زیاته کړې: «زلزله د شنبې په ورځ سهار ۱۱:۰۰ بجو هغه مهال وشوه چې نارینه له کورونو بهر وو، له همدې امله د وژل شوو او ټپیانو ډېری هغه ښځې او ماشومان دي چې هغه مهال په کورونو کې وو.»
هغه خبرداری ورکړی چې د بشردوستانه عملیاتو مالي تامین خورا مهم دی او نړۍواله پاملرنه او مالي مرستې له افغانستان سره کمې شوې دي.
ابوزید څرګنده کړې چې روغتون کې په کړکیچنو شرایطو کې د یو شمېر بستر شوو ماشومانو لیدل «ورانوونکي» دي.
نوموړي ویلي: «درې تر څلور میاشتینی ماشوم مې ولېدو چې د زلزلې له امله یې سر ضربه لېدلي.»
دا په داسې حال کې ده چې هرات کې د څو زلزلو له امله څلور زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP