کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د سياس ګروپ مشر نجمالدین سیاس د هرات له زلزلهځپلو سره دوه ميليونه افغانۍ او اریانا افغان هوایي شرکت څه باندې ۱.۳ ميليونه افغانۍ مرسته وکړه.
د روانې تلې په ۱۵مه او له هغه وروسته بیا څو ځلې په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې زلزلې وشوې.
د راپورونو له مخې په دغو زلزلو کې ۲۵۰۰ کسان مړه او همدومره ټپیان شوي، ۲۰ کلي وران شوي او نږدې دوه زره کورونه ړنګ شوي دي.
زلزلو تر ټول ډېر زیانونه د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې اړولي دي.
د میدانوردګو ولایت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ او په دغه ولایت کې د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې را ټولولو د کمېټې په بلنه، د میدانوردګو د نرخ ولسوالۍ د صدمردې اوسېدونکي او ملي پانګوال نجمالدین سیاس د هرات له زلزلې ځپلو سره د دوه ميليونه افغانیو مرسته وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې يادې مرستې په دغه ولايت کې د مرستو راټولو په موخه اېښودل شوي صندوق ته ورکړل شوې.
سرچنيه زياتوي، د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو راټولو په موخه ياد صندوق وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې اېښودل شوی او په ولسوالیو کې هم د اعانې راټولولو کمپاين پیل شوی دی.
دغه راز، د افغانۍ سره مياشتې ټولنه وايي چې د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري نن د هرات له زلزلهځپلو سره د څه باندې یو عشاریه درې میلیونه افغانیو د مرستې بانکي چِک د يادې ټولنې سرپرست مولوي مطیع الحق خالص ته وسپارل شو.
سرچينه زياتوي، مولوي خالص له اریانا افغان هوایي شرکته مننه او د دغه غوره اقدام ستاینه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر وړمې ورځې، ځينو نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو، افغان خيریه بنسټونو او سوداګرو د هرات له زلزلهځپلو سره ۱۵.۹ ميليون امريکايي ډالره او تېره ورځ بیا اروپایي ټولنې د هرات له زلزلهځپلو سره درېنیم میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.
Views: 35