[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فوټبال نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیایي جام ته د لارموندنې سیالیو لومړي پړاو یوه لوبه کې منګولیا ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، دا لوبه پنجشنبې (د تلې ۲۰مه) له ماښام وروسته د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د لوبې په لومړي نیمایي کې هيڅ یوه لوبډله د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه خو د لوبې د دویمې برخې په ۶۰مه دقیقه کې د افغانستان له لوري جبار شرزه د ګول په وهلو بریالی او افغانستان ته یې بریا ورپه برخه کړه.
له لوبې وروسته د فوټبال ملي لوبډلې یاده بریا د هرات زلزلهځپلو ته ډالۍ کړه.
[/restrict]
Views: 130
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن