کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): روسي رسنۍ وایي، یو افغان خبریال خیبر عاکفي چې په روسیه کې اوسېږي، په بلګورود کې د اوکراین د بېپيلوټې الوتکې برید کې سخت ټپي شوی دی.
د امریکا غږ راپور له مخې، د روسیې RTټلوېزوني شبکې رییس مارګریتا سیمونیان پر خپل ټلیګرام لیکلي: «د اوکرایني بېپیلوټه الوتکې برید کې عاکفي ټپي دی او کوما کې دی، د هغه څلورکلنه لور، د مېرمنې مور او پلار یې وژل شوي دي.»
هغه وویل، دغه ۲۹ کلن خبریال چې له څه مودې یې د هرات زلزلې په اړه په خبري پوښښ بوخت و، د خپلې کورنۍ لیدو لپاره یې چې د روسیې لوېدیځ بلګورود ښار کې اوسېږي، له دندې رخصت اخیستی و.
د راپورونو له مخې، د عاکفي د مېرمنې وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
د عاکفي یوه خپلوان امریکا غږ ته دا خبر تایید کړی دی.
د خیبر عاکفي پلار، شاه سلطان عاکفي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «ناروغ لرم، لطفاً د هغه د روغتیا لپاره دُعا وکړئ.»
د راپورونو له مخې، د یادې الوتکې پاتې شونو د سقوط پر مهال څو کورونه ویجاړ کړي دي.
له هغه وروسته، چارواکو د خاورو له لاندې د یوه سړي او یوې ښځې جسدونو موندلو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې د یوې ښځې په ګډون دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په بلګورود سیمه کې یې د اوکراین د بېپیلوټې الوتکې برید شنډ کړی دی.
له هغه وروسته چې اوکرایني ځواکونو په جون میاشت کې د بریدونو ضد عملیات پیل کړل، روسیه د داسې بریدونو شاهده ده.
Views: 416