پلعلم (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): لوګر کې چارواکي وایي، د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت برهکي برک ولسوالۍ ته د برېښنا مزي غځولو چارې پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار حسیني برهکي برک ولسوالۍ کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت برهکي برک ولسوالۍ ته یې د برېښنا مزي غځولو رسمي چارې پيل کړې چې په پنځو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مختار زیاته کړه، په لومړي سر کې به دغه برېښنا د برهکي برک ولسوالي او امنیه قومانداني ته ورکړل شي او له هغې وروسته به د برېښنا ریاست له لوري عامو خلکو ته هم ووېشل شي.
هغه دغه راز زیاته کړه، برهکي برک ولسوالۍ ته به ۱۷۶ د برېښنا نوې ستنې په ۷ کېلومټره واټن کې نصب شي او ۱۲ میګاواټه برېښنا به له دې ولسوالۍ سره وصل شي.
د نوموړي په وینا، په نږدې ورځو کې به د لوګر په مرکز پلعلم کې ۱۹۶ کیلو واټه سولري برېښنا هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، برهکي برک ولسوالۍ ته د برېښنا غځول یوه مهمه اړتیا ده او د دې پروژې له بشپړیدو سره به د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې شي.
د لوګر والي زیاته کړه، هڅه کوي چې د دغه ولایت پاتې ولسوالیو او کلیو ته هم د برېښنا رسولو عملي چارې پيل کړي.
د لوګر د برهکي برک ولسوالۍ اوسېدونکي هم دې پروژې ته خوښ دي.
د برهکي برک یوه اوسېدونکي بشیراحمد پژواک ته وویل، د لوګر ولایتي ادارې په ځانګړې توګه برېښنا ریاست ته په کار ده چې د دې ولسوالۍ ټولو سیمو ته برېښنا ورسوي.
د هغه په وینا، له تېرو ۷ کالونو راهیسې لوګر ولایت ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول شوې خو له مرکز پلعلم پرته نور هیڅ ولسوالۍ ته نده ورکړل شوې او خلک له پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
باید وویل شي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا اوس مهال یوازې مرکز پلعلم ۱۰ زره مشتریانو ته توزیع شوې او محمداغې ولسوالۍ ته د کورنیو چارو وزارت د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا مزي غځولو چارې پيل شوې دي چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Views: 39