Pajhwok Afghan News

د کابل ښار یوه مارکېټ کې اورلګېدنه؛ یوه ښځه مړه شوې او یو بل کس ټپي دی

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند بهارستان سیمه کې د اورلګېدنې له امله د یوه مارکېټ سوځېدو ترڅنګ یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي شوی دی.

د کابل ښار دويمې امنیتي حوزې له جنایي پېښو سره د مبارزې امر مولوي قیوم‌الله بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اورلګېدنه نن سهار شاوخوا درې بجې د بهارستان سيمې په «الخبیر سوادګریز مارکېټ» کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې دغه سوادګریز مارکېټ پنځه پوړه لري چې په درېیو پوړونو کې یې د «جهان کودک» په نوم د کالیو خرڅلاو یو مرکز فعالیت لري او په پاتې نورو کې یې هم د همدغه مرکز ګودامونه وو.

 د هغه د معلومات له مخې، د یاد مارکېټ په پنځم پوړ کې د دغه مارکېټ څوکیدار له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

دی وایي، د څوکیدار مېرمنې د اورلګېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس – چې د یاد مارکېټ په یوه هټۍ کې ویده و، ټپي شوی دی.

دی وایي، لومړني معلومات ښیي چې دغه اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدسلیم حقاني هم وویل چې دغه اور لومړی په لومړي پوړ کې لګېدلی و خو وروسته د مارکېټ پنځه پوړه ټول سوځېدلي دي.

هغه وویل، اطفائیه پر وخت رسېدلې وه، اورلګېدنه زوروره وه، د مارکېټ پنځه پوړه سوځېدلي، خو شاوخوا نورو مارکېټونو ته یې د خپرېدو مخه نیولې وه.

په دغه مارکېټ کې د اوښتي زیان کچه تر اوسه نه ده معلومه.

Views: 394

Exit mobile version