تالقان (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): شولې د تخار د اوسېدونکو لپاره مهم محصولات ګڼل کېږي، خو د دغه ولایت بزګر وایي، که څه هم د دغه محصول په کښت یې ډېره خواري ګاللې، خو سږ کال یې ښه حاصلات نه دي تر لاسه کړي.
شولې په تخار کې څنګه او په کوم وخت کې کرل کېږي؟ له کومو پړاونو وروسته په وریجو بدلیږي؟ ولې سږ کال په تخار کې د تېرو کلونو په پرتله د شولې حاصلات کم دي؟ بزګر له څه اندېښنه لري؟ د تخار بزګرو د دغو پوښتونو په اړه له پژواک سره خبرې کړې دي.
د تخار یو بزګر محمدظریف چې هر کال شولې کري، وایي: «شولې لومړی په غویي میاشت کې اېښودل کېږي له اېښودلو یې ۴۰ ورځې وروسته په بزغلي بدلیږي، غبرګولي میاشت کې بیا د بزغلي د کېنولو لړۍ پیلیږي او بیا ۴ تر ۵ میاشتو پورې ۲۴ ساعته هڅه کېږي څو شولې بې اوبو نه شي او همدې موده کې خړوبیږي څو د تلې میاشت کې پخېدو ته ورسېږي.»
نوموړی وایي له هغه وروسته یې د لو وخت پیلیږي له لو وروسته بزګر اړ دي چې هغه وټکوي او له وښو یې جلا کړي، له وښو نه د شولو له بېلوالي وروسته شالي بیا په ځانګړو څاهګانو کې اچول کېږي له دوو یا درېیو اونیو وروسته له څاه رایستل کېږي او بیا دېګونو کې اچول کېږي.
د هغه په خبره، له یادو پړاونو وروسته د هغو د پخېدو لړۍ پیلیږي چې یو دېګ شولې په ۲۰ دقیقو کې پخیږي او د دغو شولو له پخېدو وروسته دغه شولې بیا لمر ته اچول کېږي چې له دوو ورځو لګدمالۍ وروسته بیا ماشین ته چمتو کېږي څو شولې په وریجو بدلې او د استفادې وړ شي.
دغه کروندګر وایي چې د شولې کښت د لسو پړاونو له تېرېدو وروسته د پوخېدو مرحلې ته رسېږي.
د تخار یوه بزګر خداداد چې سږ کال یې شاوخوا پر پنځه جریبه ځمکه شولې کرلې وایي، د شولې کرل په غبرګولي میاشت کې پیلیږي او د تلې میاشتې تر وروستیو پورې هر ورځ بزګر بوخت وي.
هغه وایي د دغه محصول د لو او کښت لپاره د کرنیزو ماشیونونو نشتوالی او له بزګرو سره د سرې د ورکړې په برخه کې د کرنې ریاست د مسوولینو نه همکاري، هغه اندېښنې دي چې بزګرو ته یې د یاد محصول لاسته راوړل ستونزمن کړي دي.
نوموړي وویل: «سږ کال مې په پنځه جریبه ځمکه شولې کرلې چې ممکن پنځه سوه منه وریجې لاسته راوړم، خو نه شم کولای چې د سرې بیې او د مزدورانو د مزد لوړوالي له امله خپل لګښت پوره کړم که حکومت له بزګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او سرې مرسته وکړي کولای شو چې ښه حاصلات تر لاسه کړو.»
یو بل بزګر عبدالقدیر وایي چې دغه ولایت کې ډېره سپینه او سره سیله وریجې کرل کېږي او ښه حاصلات هم ورکوي.
هغه د تېرو کلونو په پرتله د سږ کال د شولو حاصلاتو د کموالي لامل د حکومت د نه همکارۍ ترڅنګ موسمي بارانونه یادوي.
ورته وخت کې، تخار کې د کرنیزو چارو یوه کارپوه قیامالدین احمدي پژواک ته وویل چې کروندګرو ته د سرې ورکړې په برخه کې د حکومت نه همکاري، بزګرو ته د شولې د کرلو د څرنګوالي د زدهکړې سیمینارونو نه ترسره کول، د وریجو په پرتله د غنمو میکانیزه کېدو ته د موسسو ډېره پاملونه او په رهایشي ځمکو د کرنیزو ځمکو بدلیدل هغه عوامل دي چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د وریجو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی وي.
دغه کارپوه د بزګرو لپاره د وریجو د تولید او کښت برخه کې له حکومت او موسسو د همکارۍ غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د تخار د کرنې ریاست مسوولین وایي چې یاد ولایت کې د اوبو د کموالي له امله سږ کال د تېرو کلونو په پرتله کمې شولې کرل شوې او کم حاصلات یې ورکړي دي.
د تخار د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا د ترویج مدیر عبدالاعلا رادمرد وایي، تېر کال کې دغه ولایت کې په شاوخوا ۴۶ زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې، خو سږ کال د اوبو د کمښت له امله په ۴۱ زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوې دي.
نوموړی وایي چې دا لړۍ د دې لامل شوه چې د شولو په حاصلاتو کې کموالی راشي.
د هغه په خبره، تخار تېر کال د وریجو ۱۲۴ زره ټنه تولید درلود خو سږ کال دا رقم ۱۰۰ زرو ټنو ته ټيټ شوی دی.
دی وایي، هېواد ته د نورو هېوادونو د وریجو پر وارداتو د بندېدو له امله د وطنۍ وریجو بیې لوړې شوي چې دمګړۍ تالقان بازار کې د یوه من وطنۍ وریجو بیه له ۳۵۰ افغانۍ نه پیل خوند او مزې ته یې په کتو تر ۷۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
رادمرد وویل چې سیمهییز حکومت د بزګرو د اندېښنو لرې کېدو لپاره هڅې کوي او د دوی ښه همکار دی څو له خپلو کرنیزو محصولاتو د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن