Pajhwok Afghan News

جاپان: د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ او افغانستان یوه تعامل ته سره ورسېږي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): په کابل کې د جاپان مخکني سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلې چې نړۍ او افغانستان نور یوه تعامل ته ورسېږي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون د جاپان له مخکني سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې لیدنه کې اوکادا د اسلامي امارت په هڅو د رامنځته شوي امنیت، له نشه‌يي توکو سره پیاوړې مبارزه او د اقتصادي ودې برخو کې مثبتې لاسته‌راوړنې وستایلې او دا یې غوره ګامونه یاد کړل.

هغه وویل: «غواړم د خپل هېواد ژمنه بیا تازه کړم؛ موږ دې ته لېوال یو، څو له اسلامي امارت سره غوره اړیکې وساتو.»

اوکادا دغه راز زیاته کړه، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ او افغانستان یوه تعامل ته سره ورسېږي او جاپان په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

د نوموړي په خبره، هېواد یې چمتو دی څو په افغانستان کې د تاریخي اثارو په ساتنه او رغونه کې له افغان حکومت سره همکار پاتې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرخواه هم په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړېکې غوره بللې او ویلي یې دي چې افغانستان ډېر مهم تاریخي اثار لري، ټول یې باید په ساتنه کې په ښه ډول خپل مسوولیت ادا کړي.

پرون (د تلې ۲۳مه) د افغانستان بهرنیو چارو زارت ویلي وو چې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د دغه وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه وکړه او تاکویوشي کورمایا یې ځای‌ناستی شو.

Views: 98

Exit mobile version