پلعلم، اسعداباد (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): لوګر او کونړ کې پر فلسطینیانو د اسرائیلي ځواکونو بریدونو غبرګون کې لاریونونه وشول.
د لوګر په مرکز پُلعلم کې لاریونکوونکو چې شمېر یې شاوخوا زر کسانو رسېده، مرګ پر اسرائیلو او د هغوی پر متحدینو او زندهباد اسلام او فلسطین نارې وهلې او له ځانونو سره یې د اسرائیلي پوځیانو ضد شعارونه او د فلسطین بیرغ لېږدول.
لاریونکوونکو د لاریون په ترڅ کې له فلسطینیانو سره خواخوږي وښوده او د اسرائیل پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې یې ملاتړ وکړ.
د لاریون یوه تنظموونکي رحمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لاریون له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ په موخه جوړ شوی چې له لسګونو کلونو راهیسې اسرائیلو د مسلمانانو خاوره لاندې کړې او اسلامي سپېڅلتیاوو ته سپکاوی کوي.
هغه زیاته کړه: «نن د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د مرکز او ولسوالیو شاوخوا زر قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو، ښوونکو او عامو ښاریانو د فلسطین په ملاتړ لاریون وکړ.»
دی وايي، دوی له دې لارې ټولې اسلامي نړۍ ته دا خبر ورکړ چې د فلسطین له مسلمانانو ملاتړ وکړي.
هغه وویل، له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې يې غوښتنه دا ده چې د اسرائیلو خپلسریو او بریدونو مخه دې ونیسي.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ مرکز اسعداباد شهیدانو څلورلاره کې هم نن سهار شاوخوا نهه بجې سلګونو کسانو پر فلسطین د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریونکوونکو د اسرائیل او امریکا ضد شعارونه ورکول او له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې د اسرائیل د روانو ظلمونو مخه ونیسي.
د لاریون یوه تنظیموونکي رازمحمد پژواک ته وویل، دغه لاریون د فلسطین له مسلمانانو د ملاتړ او اسرائیلو د بریدونو خلاف جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه: «د نړۍ له مسلمانانو غواړو چې سره متحد شي او د اسرائیل خلاف دې جهاد اعلان کړي څو د فلسطین مظلوم ولس یې له شره خلاص شي.»
په دغه لاریون کې پر عامو خلکو سربېره دیني عالمان، قومي مشران، د پوهنتون استادان، محصلین او د ښوونځيو زدهکوونکو برخه اخیستې وه.
لاریون شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او د یوه پرېکړهلیک په لوستلو پای ته ورسېد.
په دغه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو غوښتل شوي چې فلسطینیانو ته دې د هغوی خپل حقونه ورکړي او د اسرائیل د ظلمونو مخه دې ونیول شي.
Views: 51