لښکرګاه (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): هلمند کې امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې تېره ورځ د دغه ولایت په موسیٰکلا ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو .
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه هلک د موسیکلا ولسوالۍ په شباروز سیمه کې ژغورلی او په دې تړاو يې یو کس نیولی هم دی.
هغه وايي، له نیول شوي کس یو لوکسل موټر او ۱۰۳ زره ۵۵۰ پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه شوې دي.
سرچینه وايي، یاد ماشوم يې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او انسانتښتونکی عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی.
Views: 68