Pajhwok Afghan News

بادغیس کې یوه کس خپلې دوې مېرمنې ووژلې

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۲): د بادغیس امینه قومانداني وایي، یوه سړي د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې خپلې دوې مېرمنې وژلې دي.

د بادغیس امنیه قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن مخکې له غرمې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلې دي.

هغه زیاته کړه: «قاتل اسماعیل نومېږي او د قادس ولسوالۍ اړوندې حاجي قربان‌ها سیمې اوسېدونکی دی.»

صدیقي د یادې پېښې لامل او انګېزه کورنی تاوتریخوالی ښودلی دی.

د نوموړي په خبره، په قتل تورن کس له ساحې په تېښه بریالی شوی خو د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.

د خلکو د معلوماتو له مخې، د یاد سړي لومړۍ مېرمن ۳۵ کلنه او دویمه ۲۰ کلنه وه چې له دواړو مېرمنو یې درې اولادونه پاتې شول.

Views: 76

Exit mobile version