Pajhwok Afghan News

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې فیلیپین ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه‌توب اسیایي لوبو په لړ کې فیلیپین ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ویلچرباسکټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې فیلیپین ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ په چین کې روانې دي.

دغه راز، افغانستان په دې لوبو کې د چین، فیلیپین، ټایلنډ او ایران هېوادونو له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دی.

Views: 81

Exit mobile version